فراه کې د افغان پوځ ۱۵ سرتېري وژل شوي دي

23 سرطان 1397 ساعت 12:16

د فراه د ولایتي شورا چارواکي وايي، دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه برید پر مهال د افغان پوځ ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.


د فراه د ولایتي شورا چارواکي وايي، دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه برید پر مهال د افغان پوځ ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د فراه د ولایتي شورا یو تن غړي دادالله قانع رسنیو ته ویلي، چې پېښه تېره شپه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په یاده ولسوالۍ کې طالبانو د افغان پوځ پر یوه پوسته برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۵ پوځیان وژل شوي او پوسته سقوط شوې ده.

فراه کې مېشت افغان پوځي چارواکي هم په بالابلوک ولسوالۍ کې د جګړې او یوې پوستې د سقوط پخلی کوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

په فراه کې د ملي اردو ځواکونو ویاند انورالحق خالقي ویلي، پوسته سقوط شوې خو دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دقیق ارقام تر اوسه په لاس کې نشته.

طالبانو هم په دغه سیمه کې د جګړې پخلی کړی او ویاند یې قاري یوسف احمدي ویلي، چې د طالبانو په برید کې ۱۵ سرتېري وژل شوي، پوسته سقوط او وسلې او مهمات یې طالبانو وړي دي.

دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 


د مطلب کود: 106299

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106299/

جمهور
  https://www.jomhornews.com