۰

هلمند کې موټر بم ځانمرګي برید ۱۲ پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

شنبی ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۲
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې پر یوه امنیتي پوسته موټر بم ځانمرګي برید کې ۱۲ ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې موټر بم ځانمرګي برید ۱۲ پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې پر یوه امنیتي پوسته موټر بم ځانمرګي برید کې ۱۲ ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن شنبې د چنګاښ ۲۳ مه د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه او نادغلي ولسوالۍ تر منځ په اړوند یوه امنیتي پوسته شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، ځانمرګي برید کوونکي د چاودېدونکو توکو ډک موټر په واسطه د ملي پولیسو په یوه پوسته برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند په اړه نور جزیات ورنه کړل.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې امنیتي ځواکونو هلمند ولایت کې یو ځانمرګی هدف ته رسېدو وړاندې نیولی وو.

جمهورخبري آژانس:هلمند

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي