۰
ځينې سیاسې څېرې او ګوندونه:

د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې اوسنۍ پروسه دې باطله اعلان شي

شنبی ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۷
د یو شمېر ګوندونو مشرانو او سیاسي څېرو له حکومته وغوښتل، چې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې روانه پروسه د باطله اعلان کړي او له سره دې په بایومتریک شکل دغه لړۍ پیل کړي.
د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې اوسنۍ پروسه دې باطله اعلان شي
د یو شمېر ګوندونو مشرانو او سیاسي څېرو له حکومته وغوښتل، چې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې روانه پروسه د باطله اعلان کړي او له سره دې په بایومتریک شکل دغه لړۍ پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ګوندونو مشران او سیاسي څېرې نن شنبې د چنګاښ ۲۳ مه د کابل په سرینا هوټل کې سره راغونډ شوي و او د ټاکنو په اړه یې د ګوندونو خبرې ترې وکړې.

په دې ناسته کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعت ګوند مشر صلاح الدین رباني، د افغانستان د خلکو اسلامي ګوند مشر محمد محقق، د ملي محاذ مشر سید حامد ګیلاني، د افغانستان د ملي نجات ګوند مشر انورالحق احدي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي استازي ضرار احمد مقبل، د چنش ګوند رییس باتور دوستم، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند استازي اسدالله سعادتي او یونس قانوني برخه اخیستې وه.

دغه ګوندونو په ګډه د نوم لیکنې اوسنۍ پروسه ناقصه، له فساد او درغلې ډک او ناورین زېږونکې وبلله او له حکومت، د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې دغه پروسه باطله اعلان کړي او له سره په بایومتریک سیستم د ټاکنو له پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه پیل کړي.

یادو ګوندونو دغه غوښتنه د غونډې په پای په یوه ګډ پرېکړه لیک کې وکړه او ټینګار یې دا و، چې اوسنۍ پروسه باید ودرول شي، ځکه فساد او درغلي په کې ډېره ده او له سره باید بیا پیل شي.

دوی په دغه پرېکړه لیک کې ګواښ وکړ، چې که حکومت، کمېسیون او نړیواله ټولنه د دوی غوښتنې په پام کې ونه نیسي او دغه پروسه باطله اعلان نه کړي، خو له هرې ممکنه لارې به د ټاکنو مخنوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل




 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي