۰

غزني کې د داعش د جلب و جذب مسؤول نیول شوی دی

شنبی ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۲
امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د جلب و جذب مسؤول ملا ادریس مشهور په ملا ابوذر پولیسو نیولی دی.
غزني کې د داعش د جلب و جذب مسؤول نیول شوی دی
امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د جلب و جذب مسؤول ملا ادریس مشهور په ملا ابوذر پولیسو نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني امنیه قوماندان سمونوال فرید احمد مشعل زیاته کړې، چې ملا ابوذر نن شنبې د چنګاښ ۲۳ مه غزني ښار کې د پولیسو له خوا ونیول شو.

نوموړي زیاته کړه، چې د داعش د جلب و جذب دغه مسؤول ملا ابوذر د لیسانس تر کچې زده کړې لري او په غزني کې یې یو درملتون لري.

هغه ویلي، چې ملا ابوذر په غزني، کندوز او ننګرهار ولایتونو کې د داعش د جلب او جذب مسوولت په غاړه درلود او په دې وروستیو کې په غزني ښار او ځینو ولسوالیو کې د داعش له پاره ځوانان جذبول چې د پولیسو له خوا ونیول شو.

د غزني امنیه قوماندان زیاتوي، چې د ابوذر نور کسان هم د پولیسو تر تعقیب لاندې دي او ډېر ژر به هغوی هم ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي