هلمند کې د طالبانو پر یوې غونډې هوايي برید شوی دی

23 سرطان 1397 ساعت 14:15

سیمه ییز چارواکي وايي، امریکايي ځواکونو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوې غونډې هوايی برید کړی او ۱۳ تنو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، امریکايي ځواکونو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوې غونډې هوايی برید کړی او ۱۳ تنو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره نن شنبې د چنګاښ ۲۳ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو پر غونډه دغه هوايي برید د موسی کلا ولسوالۍ شمال لور ته پرون تر سره شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې برید تر دقیقو معلوماتو وروسته تر سره شوی، چې په کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د برید په ترڅ کې ۷ میله کلاشینکوفونه او ۵ میله آر پي جي راکټونه يې له منځه وړل شوي او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو په دریو مهمو غونډو هوايي بریدونه دي، چې تر سره کېږي.

تر دې وړاندې په پکتیا او غزني ولایتونو کې افغان هوايي ځواک د طالبانو پر مهم غونډو بریدونه کړي و، چې د پوځي چارواکو په خبره د لوړو پوړو طالب مشرانو په ګډون لسګونه جنګیالي په کې وژل شوي او تپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 


د مطلب کود: 106304

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106304/

جمهور
  https://www.jomhornews.com