۰

ارګ د قیصاري د ساتونکو په اړه خپاره شوي تصویرونه او ویډیوګانې څېړي

یکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۸
ارګ په فاریاب ولایت کې د قیصاري له ساتونکو سره شوی برخورد غیر قانوي او د نه منلو بللی او وایي، ولسمشر غني په دې اړه د څېړنو امر کړی دی.
ارګ د قیصاري د ساتونکو په اړه خپاره شوي تصویرونه او ویډیوګانې څېړي
ارګ په فاریاب ولایت کې د قیصاري له ساتونکو سره شوی برخورد غیر قانوي او د نه منلو بللی او وایي، ولسمشر غني په دې اړه د څېړنو امر کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي د افغان امنیتي او دفاعي سرتېرو هر هغه اقدام چې د هېواد له نافضه قوانینو او اصولو سره په ټکر کې وي د منلو نه دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا غیر اصولي کړنه د افرادو کار دی نه د نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو ستونزه، بلکې هغوی باید د هېواد نافضه قوانینو سره ځان سم او مسؤول وګڼي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني په فاریاب کې د نیول شویو کسانو د خپاره شویو تصویرونو، ویډیوګانو او دغه راز په پکتیا او ننګرهار ولایت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه سیمه ییزه اروګانونو ته د پلټنو امر کړی.

سرچینې زیاته کړې، ولسمشر له دغه ادارې غوښتي، چې د یادو موضوعاتو په اړه جدي څېړنې وکړي، مسؤول کسان وپېژني او راپور یې د وسله والو پوځ د اعلی سرقوماندانۍ سره شریک کړي.

ولسمشر ماڼۍ ټينګار کړی، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ټول قانوني اجرات او کړنلارې په پام کې ونیسي، تر څو په راتلونکې کې ورته پېښې تکرار نه شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه مکلف دي، چې د اسلام د مبارک دین له احکامونو، اصولو او د هېواد د نافضه قوانینو سره هم بشري حقونه او انساني موازین په پام کې ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي