ترکیه وايي د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده

24 سرطان 1397 ساعت 9:06

په افغانستان کې د ترکیې سفیر وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان حکومت او طالبان تر منځ د سولې خبرو کې همکاري وکړي.


په افغانستان کې د ترکیې سفیر وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان حکومت او طالبان تر منځ د سولې خبرو کې همکاري وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د ترکیې سفیر اوګزان ایرترګل ویلي، چې هېواد یې تل له افغانستان سره د سیمه ییزو ستونزو د حل، ترهګرۍ ضد مبارزې، ښوونې روزنې، لوړه زده کړو او نورو برخو کې همکارۍ کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې اوس هم تیار دی، چې په دې حساسو شېبو کې له افغانستان سره د مذاکراتو په برخه کې همکاري وکړي.

هغه وايي، د افغانستان ستونزه د خبرو او مذاکراتو له لارې د حل وړ ده او ترکیه هم لېواله ده چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106328

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106328/

جمهور
  https://www.jomhornews.com