د پاکستان د پوځ مشر د ۱۲ ترهګرو د اعدام حکم لاسلیک کړ

24 سرطان 1397 ساعت 9:07

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د هغه ۱۲ ترهګرو د اعدام حکم لاسلیک کړی دی، چې د پاکستاني چارواکو په وینا په نظامي اډو او زده کړیزو مرکزونو یې بریدونو کې لاس درلود.


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د هغه ۱۲ ترهګرو د اعدام حکم لاسلیک کړی دی، چې د پاکستاني چارواکو په وینا په نظامي اډو او زده کړیزو مرکزونو یې بریدونو کې لاس درلود.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني چارواکو ویلي په مرګ محکوم شویو کسانو د خیبرپښتونخوا په بنو او دیره اسماعیل خان سیمو کې پر زندانونو د برید په پېښو کې هم لاس درلود.

ویل کېږي، چې په دې برید کې د پاکستان ۹۲ نظامي کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي وو.

په ورته وخت کې د پاکستان پوځ ویلي، جنرال باجوه د ۶ نورو ترهګرو د ابدي زندان حکم هم لاسلیک کړی دی.

د پاکستان سترې محکمې وړاندې د دغه ۱۲ تنو وسهل والو د مرګ حکم صادر کړی و، چې د جنرال باجوه په لاسلیک سره به په دار وځړول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106329

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106329/

جمهور
  https://www.jomhornews.com