افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د راستېدو احتمال زیات دی او په دې اړه خبرې اترې روانې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن یکشنبې د چنګاښ ۲۴ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د خبریالانو پوښتونو ته په ځواب کې و ویل، چې د جنرال دوستم د مسلې په اړه غور روان دی او په دې اړه څارنوالۍ سره خبرې اترې روانې دي، ځکه د هغه موضوع حقوقي اړخ لري.
په ورته وخت کې ولسمشر غني یو ځل بیا د غیر مسؤولو وسله والو پر وړاندې جدي اقداماتو باندې ټینګار وکړ، او ویې ویل، چې د زورواکو او غیر مسوولو د مخنیوي له پاره اقدامات د ولس غوښتنه ده، او حکومت یې په خپل ټول توان سره قانون پلی کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ولس نور د قانون پلي کېدل او اصلاحات غواړي او ټول اړخونه باید قانون ته غاړه کېږدي او هر عمل یې د قانون په چوکاټ کې وي.
ښاغلي غني وویل«د غیرمسوولو وسله والو پر ضد اقدامات ملي او د ولس غوښتنه ده، موږ اصلاحاتو او د قانون پلي کولو ته ژمن یو، او په تول توان به قانون پلی کړو، خو زموږ هر څه باید د قانون په چوکاټ کې وي، امنیتي او دفاعي ځواکونه باید قانون او منل شوي اصول په پام کې ونیسي.»
ولسمشر د خپلو خبرو په دوام په فاریاب، ننګرهار او پکتیا ولایت کې د رامنځ ته شویو پېښو په اړه و ویل، چې دغه پېښې په دقیق ډول څېړل کېږي.
ښاغلي غني پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ وکړ، چې د هېواد له نافضه قوانینو او اصولو سره سم رفتار وکړي، ځکه په وینا یې هر هغه عمل، چې د قانون او اصولو خلاف وي ورته د منلو نه دي.
جمهورخبري آژانس:کابل