سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو کسانو ننګرهار ولایت کې یوه ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د ننګرهار ولایت په بټي کوت ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، وسله والو په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کپتان بابا ښوونځي ته اور اچولی خو ځاني تلفات نه لري.
نوموړي ویلي، چې په دغه ښوونځي کې اته سوه زه کوونکو زده کړې کولې.
دا په دې وروستیو کې د ښوونځینو د سوځولو څلورمه پېښه ده، چې رامنځ ته کېږي.
تر دې درې ورځې وړاندې وسله والو د لوګر په مرکز پل علم کې هم دوه ښوونځي سوځولي او یو شمېر نور یې د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار