وسله والو ننګرهار کې یو ښوونځی سوځولی دی

24 سرطان 1397 ساعت 10:21

سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو کسانو ننګرهار ولایت کې یوه ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دی.


سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو کسانو ننګرهار ولایت کې یوه ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د ننګرهار ولایت په بټي کوت ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، وسله والو په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کپتان بابا ښوونځي ته اور اچولی خو ځاني تلفات نه لري.

نوموړي ویلي، چې په دغه ښوونځي کې اته سوه زه کوونکو زده کړې کولې.

دا په دې وروستیو کې د ښوونځینو د سوځولو څلورمه پېښه ده، چې رامنځ ته کېږي.

تر دې درې ورځې وړاندې وسله والو د لوګر په مرکز پل علم کې هم دوه ښوونځي سوځولي او یو شمېر نور یې د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 106334

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106334/

جمهور
  https://www.jomhornews.com