ولسمشر محمد اشرف عني وایي، په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو کنفرانس په افغانستان کې له طالبانو د روانې جګړې دیني مشروعیت واخیست او طالبانو ته اوس د جګړې هېڅ دلیل نه دی پاتې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن یکشنبې د چنګاښ ۲۴ مه یې ارګ کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، د سعودي له حکومت، د سعودي له پاچا او د اسلامي سازمان د سکرترجنرال څخه مننه وکړه، چې د افغانستان په اړه د جوړ شوي کنفرانس کوربتوب یې وکړ.
ښاغلي دغه راز له دیني عالمانو هم مننه وکړه، چې د افغانستان د جګړې په اړه یې خپل دیني، اسلامي او انساني مسؤولیت ادا او د افغانستان روانه جګړه یې فتنه وبلله.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه پرېکړه د افغانستان، اندونیزیا او سعودي کې د راټولو شویو دیني عالمانو غږ او غوښتنه ده، او په دې پرېکړې سره دیني عالمانو له طالبانو په افغانستان کې د روانې جګړې د مشروعیت پلمه واخیسته.
ښاغلي غني و ویل، چې اوس طالبان د جګړې له پاره هېڅ دلیل نه لري، ځکه دوی اوس د اسلامي نړۍ او دیني عالمانو سره مخ دي.
په ورته وخت کې ولسمشر غني دا هم و ویل، اوربند وښوده، چې طالبان هم نور له جګړې ستړي شوي، نو پکار ده، چې د اسلامي عالمانو دغه غوښتنې ته لبیک و وايي، له جګړې لاس په سر شي او د سولې خبرو ته چمتو شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټنګار وکړ، چې افغان حکومت دیني عالمانو له دغه پرېکړې هرکلی کوي، ټولنې غوښتنې یې مني او د سولې له پاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
دغه راز ولسمشر و ویل، چې د ناټو په غونده کې د دغه سازمان غړو هېوادونو هم د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ وکړ، او په دې برخه کې یې د هر ډول مرستیو ژمنه وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل