پر ډېورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ملېشو تر منځ جګړه شوې

24 سرطان 1397 ساعت 14:01

ډېورنډ کرښې ته څېرمه خوست ولایت کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې له امله یې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې ده.


ډېورنډ کرښې ته څېرمه خوست ولایت کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې له امله یې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوست د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول عبدالصیر بینا وايي جګړه نن یکشنبې د چنګاښ ۲۴ مه سهار مهال د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پاکستاني ملېشو په ملکي لباس کې د ځاځي میدان ولسوالۍ د مندتې په سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.

په ورته وخت کې د خوست د والي ویاند طلب منګل هم د جګړې پخلی کوي او وايي په دې جګړه کې ولسي وګړي هم ګډون لري.

د هغه په وینا دواړه لوري یو پر بل درنې او سپکې وسلې کاروي، چې په ترڅ کې یې ۷ وسله وال برید کوونکي او درې ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

خو د سیمې ځايي خلک او د ولایتی شورا غړو ویلي، چې په دغه جګړه کې څلور ولسي وګړي شهیدان شوي او د پنځو وسله والو مړي هم د جګړې په سیمه کې پاتې شوي دي.

دا هم ځل دی، چې د خوست په ځاځي میدان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې رامنځ ته کېږي.

څو میاشتې وړاندې هم پاکستاني ملېشو په دغه سیمه کې بریدونه کړي و، چې د افغان ځواکونو او ولس له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شول.

جمهورخبري آژانس:خوست
 


د مطلب کود: 106347

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106347/

جمهور
  https://www.jomhornews.com