۰
ولسمشر پنجشیریانو ته:

ولسواک نظام عاطفي نظام دی، د خلکو درد مو باید وخوځوي

دوشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۴
ولسمشر غني پنجشیر ولایت ته لاړ او د هوا له لارې یې د وروستۍ طبیعي پېښې له امله زیانمنې سیمې وکتلې او زیانمنو سره یې د لا زیاتې مرستې په خاطر اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ولسواک نظام عاطفي نظام دی، د خلکو درد مو باید وخوځوي
ولسمشر غني پنجشیر ولایت ته لاړ او د هوا له لارې یې د وروستۍ طبیعي پېښې له امله زیانمنې سیمې وکتلې او زیانمنو سره یې د لا زیاتې مرستې په خاطر اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۴ مه له غرمې مخکې د یو شمېر ملکي او نظامي مسئولینو په ملتیا پنچشېر ولایت ته ولاړ او هلته یې د زیانمنو سیمو له لیدو وروسته له سیمه‎ ییزو مسئولینو او خلکو سره وکتل.

خبرپاڼه وايي، د پنجشیر ولایت قومي مخورو ولسمشر ته د هرکلي ترڅنګ و ویل، د ولسمشر سفر دوی ته اخلاقي او عاطفي پیغام ورکړی دی.

 ولسمشر د قومي مخورو د خبرو په ځواب کې ویلي، چې ولسواک نظام عاطفي نظام دی، که د خلکو درد او رنځ مو ونه خوځوي، ځانونو ته انسانان نشو ویلی.

په خبرپانه کې ویل شوي، ښاغلي غني دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې زیانمنو کورنیو ته ځمکې په پام کې ونیسي او دغه وزارت ته لارښوونه شوې، هغه دوکانونه چې په دغه پېښه کې وران شوي دي د هغو لپاره دې هم د یو مناسب بازار نقشه جوړه کړي، څو حکومت یې د جوړولو په برخه کې اقدام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي