ولسمشر پنجشیریانو ته:

ولسواک نظام عاطفي نظام دی، د خلکو درد مو باید وخوځوي

25 سرطان 1397 ساعت 8:44

ولسمشر غني پنجشیر ولایت ته لاړ او د هوا له لارې یې د وروستۍ طبیعي پېښې له امله زیانمنې سیمې وکتلې او زیانمنو سره یې د لا زیاتې مرستې په خاطر اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.


ولسمشر غني پنجشیر ولایت ته لاړ او د هوا له لارې یې د وروستۍ طبیعي پېښې له امله زیانمنې سیمې وکتلې او زیانمنو سره یې د لا زیاتې مرستې په خاطر اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۴ مه له غرمې مخکې د یو شمېر ملکي او نظامي مسئولینو په ملتیا پنچشېر ولایت ته ولاړ او هلته یې د زیانمنو سیمو له لیدو وروسته له سیمه‎ ییزو مسئولینو او خلکو سره وکتل.

خبرپاڼه وايي، د پنجشیر ولایت قومي مخورو ولسمشر ته د هرکلي ترڅنګ و ویل، د ولسمشر سفر دوی ته اخلاقي او عاطفي پیغام ورکړی دی.

 ولسمشر د قومي مخورو د خبرو په ځواب کې ویلي، چې ولسواک نظام عاطفي نظام دی، که د خلکو درد او رنځ مو ونه خوځوي، ځانونو ته انسانان نشو ویلی.

په خبرپانه کې ویل شوي، ښاغلي غني دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې زیانمنو کورنیو ته ځمکې په پام کې ونیسي او دغه وزارت ته لارښوونه شوې، هغه دوکانونه چې په دغه پېښه کې وران شوي دي د هغو لپاره دې هم د یو مناسب بازار نقشه جوړه کړي، څو حکومت یې د جوړولو په برخه کې اقدام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106366

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106366/

جمهور
  https://www.jomhornews.com