امریکا هڅه کوي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي

25 سرطان 1397 ساعت 9:05

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې خپلو لوړ پوړو دیپلوماتانو ته دنده سپارې، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو له پاره زمینه برابره کړي.


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې خپلو لوړ پوړو دیپلوماتانو ته دنده سپارې، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو له پاره زمینه برابره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره نیویارک ټایمز ورځپاڼې د څو لوړ پوړو افغان او امریکايي چارواکو په تایید کړی او ویلي یې دي، له دې اقدام څخه ښکاري، چې د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې ژور بدلون راغلی دی.

دغه ورځپاڼې زیاته کړې افغان او امریکايي چارواکي اوس دې پایلې ته رسېدلي، چې د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتېژي د طالبانو پرمختګونو په مخنیوي کې کارنده نه ده او دغه راز د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسه هم ناکامه ښکاري.

نیویارک ټایمز ویلي که څه هم د دغه مخامخ خبرو د ترسره کېدو کره نېټه نه ده معلومه شوې او ښايي دا موضوع له خپلې لارې ووزي، خو د خبرو له پاره د امریکا متحده ایالاتو لېوالتیا ښيي، چې د ټرمپ اداره د افغانستان د بن بست د ماتلولو له پاره بېړه لري.

دغه ورځپانې افغانستان او پاکستان ته د لوړ پوړو امریکايي چارواکو وروستیو سفرونو ته په اشارې سره ویلي، چې دغه سفرونه هم د له طالبانو سره د مخامخ خبرو له پاره د زمینې برابرولو له پاره تر سره شوي دي.

ورځپاڼې زیاته کړې امریکايي چارواکي هڅه کوي افغان چارواکي وپوهوي، چې د دوی د دغه خبرو هڅې د ملي یووالي حکومت د ځای ناستي د رامنځ ته کولو له پاره نه بلکې د دې له پاره دي، چې د افغانستان اوسنۍ په ټپه ولاړ حالت مات کړي او د پراخو خبرو له پاره زمینه برابره کړي.

که څه هم ورځپلې زیاته کړې، چې له نښې نښانو ښکاري امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه کوي، خو په وینا یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او طالبان په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 106367

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106367/

جمهور
  https://www.jomhornews.com