۰
دفاع وزارت:

قندوز او فاریاب کې ۵۲ وسله وال وژل شوي دي

دوشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۷
ملي دفاع وزارت په قندوز او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال د ۸۵ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
قندوز او فاریاب کې ۵۲ وسله وال وژل شوي دي
 ملي دفاع وزارت په قندوز او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال د ۸۵ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن دوشنبې د چنګاښ ۲۵ مه په دوه بېلا بېلو خبرپاڼو کې ویلي، چې افغان هوايي ځواک پرون د قندزو ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې هوايي بریدونو کې ۳۴ وسله وال وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان او دغه راز د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې بیا وايي، چې د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

خبرپانه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو ۲۰ موټرسایکلونه او  یوه د وسلو او مهماتو زېرمه هم له منځه وړل شوې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي