۰

کابل کې ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې و وژل شو

دوشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۰
پلازمېنه کابل کې یو پلی ځانمرګی بریدګر چې غوښتل یې د جنبش ګوند د پلویانو پر یوې اعتراضیه غونډې برید وکړي موخې ته تر رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا وژل شوی دی.
کابل کې ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې و وژل شو
پلازمېنه کابل کې یو پلی ځانمرګی بریدګر چې غوښتل یې د جنبش ګوند د پلویانو پر یوې اعتراضیه غونډې برید وکړي موخې ته تر رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، دغه پېښه نن دوشنبې د چنګاښ ۲۵ مه شاوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د شهر نو پارک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه یو تن ځانمرګی بریدګر چې پلی روان و، غوښتل یې په یاده سیمه کې پر یوه اعراضیه غونده برید وکړي خو موخې ته تر رسېدو هلته د ګومارل شویو پولیسو له خوا پېژندلی شوی او په ډزو وژل شوی دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند و ویل، چې دغه پېښه کې یوازې بریدګر وژل شوی او نور هېچا ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د ستانکزي په خبره په سیمه کې اوس حالت عادي دي.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم کابل کې یو پلي ځانمرګي بریدګر د کلیو او بیارغونې وزارت پر کارکوونکو ځانمرګی برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۷ تنه وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو او ټپیانو کې ۱۰ تنه د یاد وزارت کارکوونکي دي.

د دغه برید مسؤولیت داعش وسله والو په غاړه اخیستی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ش
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي