افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو له زندانه ۵۸ بندیان راخوشي کړي

26 سرطان 1397 ساعت 12:35

امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو هلمند ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د طالبانو یو زندان مات او ۵۸ بندیان یې ترې راخوشي کړل.


امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو هلمند ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د طالبانو یو زندان مات او ۵۸ بندیان یې ترې راخوشي کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا افغان ځواکونو تېره (سه شنبې شپه د چنګاښ ۲۶مه) د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ کې دغه عملیات تر سره کړي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزی وایي، په دې عملیاتو کې بهرنیو ځواکونو هم د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کاوه او پر زندان یې ځانګړي عملیات تر سره کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې زندان مات او ۵۸ تنه چې افغان سرتېري هم په کې وو ترې راخوشي کړل.

جنرال احمدزی وايي، په راخوشي شویو کسانو کې ۴ د پوځ سرتیري، ۱۳ د ملي پوليسو، ۲ د سرحدي پوليسو، ۳۳ ملکي کسان او ۲ تنه هغه ډاکتران چې د هرات – کندهار د لويې لارې له سر څخه یرغمل شوي وو شامل دي.

دی زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د دغه زندان څلور ساتوونکي وسله وال طالبان هم د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه اوونۍ وړاندې هم افغان ځواکونو د هلمند ګاونډ اورزګان ولایت کې د طالبانو یو زندان مات او ۸ زندانیان یې ترې راخوشي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 


د مطلب کود: 106406

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106406/

جمهور
  https://www.jomhornews.com