۰

کندهار کې ۱۱ پولیس او ۲۵ طالبان وژل شوي دي

سی شنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۳
امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د افغان پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۶ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
کندهار کې ۱۱ پولیس او ۲۵ طالبان وژل شوي دي
امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د افغان پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۶ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د کندهار د سپین بولدک او ارغستان ولسوالیو تر منځ د لکړۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، جګړه هغه مهال ونښته، چې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې وسله والو طالبانو د لکړۍ په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.

چارواکي زیاتوي، چې د طالبانو په برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي، خو د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې بیا ۲۵ طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني وايي، جګړه د ډېورنډ کرښې په دوه کلیومترۍ کې شوې، چې د شپې پیل او تر سهار پورې یې دوام درلود.

نوموړي و ویل، چې په دغه جګړه کې ۲۵ طالبان وژل شوي دي.

طالبانو هم د سرې ویالې او لکړۍ په سمیه کې د جګړې پخلی کړی او ویلي یې دي، څلور امنیتي پوستې یې سقوط کړې او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي