۰
نېکولسن:

امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې نه کوي، خو په سوله او جګړه کې د افغانانو سره ده

سی شنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۳
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې نه کوي، خو د سولې او جګړې په برخه کې له افغانستان سره ده.
امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې نه کوي، خو په سوله او جګړه کې د افغانانو سره ده
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې نه کوي، خو د سولې او جګړې په برخه کې له افغانستان سره ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نېکولسن چې پرون دوشنبې د چنګاښ ۲۵ مه له افغان دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي سره یو ځای کندهار ته تللی و، دا خبرې هلته د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي امریکا غواړي، د افغانستان د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي، خو دا په دې مانا نه ده، چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي.

هغه زیاته کړې، چې وړاندې یې دا خبرې ناسمې تعبیر شوې، او ویل شوي، چې ګڼې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي.

دا خبر چې امریکا هڅه کوي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لوړو پوړو امریکايي چارواکو له قوله ورکړی و، او ویلي یې و، د ټرمپ ادارې دیيلوماتونو ته دنده سپارلې چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

ورځپاڼې دا هم ویلي، چې په دې وروستیو کې افغان او پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لوړو پوړو چارواکو سفرونه هم په همدې موخه تر سره شوي وو.

خو جنرال نېکولسن ویلي« زموږ د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي پمپیو، ویلي دي موږ متحده ایالات چمتو یو چې له طالبانو سره خبرې وکړو او د نړیوالو ځواکونو د ونډې په اړه بحث وکړو.»

د ناټو ځواکونو قومندان د ولسمشر غني د سولې د هلو ځلو ستاینه هم وکړه خو ټېنګار یې وکړ چې طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې نشي بریالي کېدی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي