پاکستاني امنیتي چارواکي وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره تلېفوني خبرې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او باجوه تر منځ ټلېفوني اړیکې خبر د پاکستان د پوخ ویاند جنرال آصف غفور پرون دوشنبې د چنګاښ ۲۵ مه په خپله ټوېټرپاڼه خپور کړی دی.
جنرال غفور ویلي، ښاغلي غني د پاکستان د پوځ مشر ته په بلوچستان کې د شوې تروریستي پېښې له امله تسلیت و وایه او دواړو لورو له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ترا وسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل