ولسمشر غني د پاکستان د پوځ له مشر سره خبرې کړې دي

26 سرطان 1397 ساعت 13:39

پاکستاني امنیتي چارواکي وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره تلېفوني خبرې کړي دي.


پاکستاني امنیتي چارواکي وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره تلېفوني خبرې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او باجوه تر منځ ټلېفوني اړیکې خبر د پاکستان د پوخ ویاند جنرال آصف غفور پرون دوشنبې د چنګاښ ۲۵ مه په خپله ټوېټرپاڼه خپور کړی دی.

جنرال غفور ویلي، ښاغلي غني د پاکستان د پوځ مشر ته په بلوچستان کې د شوې تروریستي پېښې له امله تسلیت و وایه او دواړو لورو له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ترا وسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 106411

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106411/

جمهور
  https://www.jomhornews.com