۰

هلمند کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي

سی شنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۷
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاده پېښه تېره شپه(د چنګاښ ۲۶ مه) ناوخته د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، یاده پېښه د یوه سراچې او یوه رېنجر موټر د ټکر له امله د کندهارـ ګرشک تر منځ په لویه لار رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، په دغه پېښه کې دوه مېرمنې او دوه ماشومان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځواک د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو ګړندۍ تګ او بې پروايي په ګوته کړه.

جمهورخبري آژانس: هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي