۰

ولسمشر غني وايي افغانان سولې ته نږدې شوي دي

سی شنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانان سولې ته نېږدې شوي دي ځکه په وینا یې سولې ته شرایط بدل شوي او په دې اړه اجماع رامنځ ته شوې ده.
ولسمشر غني وايي افغانان سولې ته نږدې شوي دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانان سولې ته نېږدې شوي دي ځکه په وینا یې سولې ته شرایط بدل شوي او په دې اړه اجماع رامنځ ته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې له آزادۍ رادیو سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي او ویلي یې تمه ده، چې لا هم طالبان وهڅول شي څو د خبرو مېز ته حاضر شي.

نوموړي ویلي، چې طالبان به د افغان حکومت د سولې وړاندیز مني او دا تمه ډېره ده، چې یوه ورځ د سولې هوکړې ته سره ورسېږو.

د هغه په وینا تېر اوربند وښوده، چې طالبان هم له جګړې ستړي شوي او اوس غواړي له نورو افغانانو سره یو ځای یوه لوري ته ولاړ شي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې زیاته کړې«د اختلاف وړ مسایل یو په بل پسې لېرې شول، د نړیوالو ځواکونو د رول په ګډون چې موږ واضخ ویلي چې دا به د مذاکراتو یوه برخه وي. د «سولې د وړاندیز» رد د بشپړ نه منلو په مانا نه‎دی. دا داسې دی لکه تاسو چې د واده وړاندیز کوئ، د ناوې کورنۍ په وار- وار د نه ځواب وایي او په حقیقت کې به که خدای غوښتې وه، د «هو» مرحلې ته ورسېږو.»

ولسمشر ټینګار کړی، که طالبان له دومره اسانتیاوو سره سره د سولې خبرې و نه کړي او په دې پروسه کې برخه وا نه خلي، نو بیا به طالبان د افغانانواو ملي ګټو ضد حرکت وي.

نوموړي ویلي طالبان دې خپلې ټولې غوښتنې د مذاکرې مېز ته راوړي او بحث به ورباندې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي