۰
والسترېت ژورنال:

افغان حکومت له طالبانو سره د یوه بل اروبند په لټه کې دی

سی شنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۱
والسټرېټ ژورنال ورځپاڼه په خپل یوه مطلب کې لیکي افغان حکومت له طالبانو سره پر دویم اوربند غور کوي.
افغان حکومت له طالبانو سره د یوه بل اروبند په لټه کې دی
والسټرېټ ژورنال ورځپاڼه په خپل یوه مطلب کې لیکي افغان حکومت له طالبانو سره پر دویم اوربند غور کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې زیاته کړې، چې حکومت غواړي په راتلونکي لوی اختر کې له طالبانو سره پر اوربند سلا شي.

والسټرېټ ژورنال لیکلي، په تېر اختر کې د اوربند تجربه بریالۍ وه، نو له همدې امله حکومت په دې هڅه کې دی چې په راتلونکي اختر کې هم ورته اوربند رامنځ ته شي او خلک په سوله کې ژوند وکړي.

ورځپاڼې د افغان چارواکو له قوله ویلي امریکا او افغان حکومت په دې اړه هڅې پیل کړې دي او ښايي مثبته پایله ولري.

تر دې وړاندې هم افغان حکومت ویلي وو، چې راتلونکي اختر کې به بیا د اوربند هڅه کېږي او د دغه اوربند موده به هم لسو ورځو ته غځول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي