۰
مشرانو جرګه:

امریکا دې له افغان حکومت سره په تفاهم له طالبانو سره خبرې وکړي

سی شنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۹
د افغانستان مشرانو جرګه وايي، که امریکا غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي نو دا خبرې دې له افغان حکومت سره په تفاهم تر سره کړي.
امریکا دې له افغان حکومت سره په تفاهم له طالبانو سره خبرې وکړي
د افغانستان مشرانو جرګه وايي، که امریکا غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي نو دا خبرې دې له افغان حکومت سره په تفاهم تر سره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د جرګې د نن ورځې سه شنبې د چنګاښ ۲۶ مې په غوندي غونده کې و ویل، چې سوله د افغان ولس غوښتنه ده او په دې برخه کې هره هڅه باید د خلکو په خوښه تر سره شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغان حکومت او امریکا باید په تفاهم سره هغه څه چې د سولې له پاره اړیني دي تر سره او د طالبانو سره خبرې وکړي.

مسلم یار و ویل، چې افغانستان د امریکا مستعمره نه دی، او هر ډول خبرې باید د افغان حکومت په مشرۍ تر سره شي.

د مشرانو جرګې رییس زیاته کړه، که امریکا له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی ته داسې امتیازات ومني، چې افغان حکومت او ولس ته د منلو نه وي، نو بیا به هم ستونزې رامنځ ته شي.

هغه په ټینګار سره و ویل، چې امریکا باید د افغان سولې له پروسې سره په صادقت او اخلاص عمل وکړي، ځکه افغان ولس امریکا ته د بادارۍ اجازه نه ورکوي.

نومړي زیاته کړه هېڅ افغان نه غواړي، چې بهرني ځواکونه یې هېواد کې شتون ولري، خو اوس د یوې اړتیا له مخې دلته شتون لري خو که طالبان هم همدا غواړي نو له افغان حکومت سره دې سوله وکړي تر څو د بهرنیو وتلو ته قانوني لار هواره شي.

د جرګې یو شمېر غړو بیا د امریکا له خوا د طالبانو سره د مخامخ خبرو څخه هرکلي وکړ او ویې ویل، د افغانانو سوله په کار ده او هغه چې په هره طریقه راخي را دې شي.

خو په وینا یې دا دې خوانشنۍ ځای دی، چې طالبان له یوه اسلامي دولت سره د سولې خبرې نه کوي، خو د کفري دولت سره د سولې د خبرو هیله لري.

د جرګې غړي عبدالله قرلق و ویل«د افغانستان خلک د سولې له راتګ څخه هرکلی کوي هغه که په هره بڼه وي، خو طالبان له یوه اسلامي دولت سره سوله نه وي، ولې د یوه کفري دولت سره د مذاکرې تمه لري.»

د مشرانو جرګې یو بل تن غړي محمد حنیف حنفي هم و ویل، چې د افغانستان خلکو د سولې غږ پورته کړی خو دا چې اوس امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې کول غواړي، دغه څه د سولې له پاره د ولس هیلې نورې هم زیاتې کړې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دولت او طالبان هم باید له دغه فرست څخه پوره ګټه واخلي تر څو هېواد ته تل پاتې سوله راستنه شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي