۰

ازبکستان د افغانستان سره د سوداګرۍ د ودې په برخه کې مرسته کوی

چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۴
د ازبکستان رسنۍ وايي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګري پراخه او په دې ډول د افغانستان د سوداګرۍ په وده کې مرسته وکړي.
ازبکستان د افغانستان سره د سوداګرۍ د ودې په برخه کې مرسته کوی
د ازبکستان رسنۍ وايي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګري پراخه او په دې ډول د افغانستان د سوداګرۍ په وده کې مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي، چې په همدې موخه ازبک چارواکو له افغان چارواکو سره پر یو لړ اقتصادي او سوداګریزه مسایلو مهمې خبرې اترې کړې دي.

د ازبکستان د بهرني اقتصاد وزارت چارواکو ویلي، چې دا مهال د افغانستان او ازبکستان تر منځ سوداګرۍ ۱۸ سلنه پرمختګ کړی او تمه ده، چې دا کچه نوره هم لوړه شي.

افغانستان او ازبکستان دمګړۍ د ۶۱۷.۱ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه لري خو ازبک چارواکو ویلي افغان سوداګرو ته به پخپل هېواد کې اسانتیاوې برابره کړي، تر څو سوداګري نوره هم وده وکړي.

په ورته وخت افغان چارواکو له ازبکستان څخه غوښتي، چې د سوداګرۍ د پراختیا تر څنګ په افغانستان کې پانګونې ته هم پاملرنه وکړي.

افغان چارواکي وايي، ازبکستان کولای شي، د کانونو، نساجۍ فابریکو او دې ته ورته نورو برخو کې پانګونه وکړي او د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي