۰

برېتانیا او امریکا له پوهنې وزارت سره ۸۰ میلیونه ډالر مرسته کړې

چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
برېتانیا او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان د پوهنې وزارت سره د ۸۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.
برېتانیا او امریکا  له پوهنې وزارت سره ۸۰ میلیونه ډالر مرسته کړې
برېتانیا او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان د پوهنې وزارت سره د ۸۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرسته لومړنیو او منځنیو زده کړو ته د افغان نجونو د لاس رسي په موخه شوې ده.

کابل کې د برېتانیا سفیر نیکولاس پرون سه شبنې د چنګاښ ۲۶ مه د دغه مرستې د اعلان پر مهال و ویل، چې د دې مرستې پر مټ به افغان له زده کړو بې برخې نجوني معیاري زده کړو ته لاس رسی ومومي.

د هغه په وینا د دې پروګرام په دویم پړاو کې به د افغانستان له پوهنې وزارت سره شاوخوا ۸۰ میلیونه ډالره مرسته وشي چې له دې جملې څخه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده او پاتې نورې به ژر افغانستان ته ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړې، په دې سره به یو ځل بیا ۳۰۰ زره نجونو ته په کې د زده کړو موکه برابره او په ځانګړې توګه به نږدې ۷۰زره نجونې وکولی شي چې منځنیو او حرفوي زده کړو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي