۰

پکتیا کې ۱۱ سرتېري او ۱۹ طالبان وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۰
سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۰ تنه وژل شوي دي.
پکتیا کې ۱۱ سرتېري او ۱۹ طالبان وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۰ تنه وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نښته وړمه شپه د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې وروسته له هغې رامنځ ته شوې، چې طالبانو په سیمه کې د ملی ادرو او عامه نظم پولیسو پر یوې ګډې امنیتي پوستې برید وکړ.

په ګردېز کې د امنیتي ارګانونو د همغږۍ مرکز مشر ډګروال اسدالله سیلمي ویلي، طالبانو په برید کې ۸ د ملي اردو سرتېري او درې د عامه نظم پولیس وژل شوي او یو شمېر سرتېري ټپیان دي، خو کره شمېره یې نه ده ورکړې.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې سیمې ته د مرستندویه ځواکونو په رسېدو سره پر طالبانو حملې پیل شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي