۰

میدان وردګو کې دوه بهرني سرتېري وژل شوي او پر یوه لېسه هوايي برید شوی

چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۹
سیمه ییز چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې دوه بهرني سرتېري وژل شوي او بهرنیو ځواکونو پر یوه لېسه هوايي برید کړی دی.
میدان وردګو کې دوه بهرني سرتېري وژل شوي او پر یوه لېسه هوايي برید شوی
سیمه ییز چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې دوه بهرني سرتېري وژل شوي او بهرنیو ځواکونو پر یوه لېسه هوايي برید کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل د پېښې د پخلي تر څنګ زیاتوي، چې دغه پېښه د میدان اړوند په زیولات سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د زیولات په سیمه کې د زراعت له مسلکي لېسې پر بهرنیو ځواکونو ډزې شوې، چې په کې دوه بهرني سرتېري وژل شوي دي.

دی وايي تر دې وروسته بهرنیو ځواکونو په یاده لېسه هوايي برید کړی، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه برید کې د لېسې ودانۍ له منځه تللې، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه شوې.

د والي ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې آیا په دې لېسه کې زده کوونکي هم وو که نه.

وسله والوطابانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي