روسي او تاجک سرتېرو افغان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات پیل کړي دي

27 سرطان 1397 ساعت 12:33

روسي رسنیۍ وايي، د روسیې او تاجکستان لسګونو سرتېرو د افغانستان پولې ته نېږدې په ګډه پوځي تمرینات پیل کړي دي.


روسي رسنیۍ وايي، د روسیې او تاجکستان لسګونو سرتېرو د افغانستان پولې ته نېږدې په ګډه پوځي تمرینات پیل کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي، چې د یادو پوځي تمریناتو موخه د هغه ترهګریزه ګواښونو له امله وړل دي، چې ګومان کېږي له افغان پولې ورته متوجه دي.

یادې رسنۍ وايي، دمګرۍ ۴۰۰ سرتېري او ۸۰ نظامي وسایط په پوځي تمریناتو بوخت دي، خو ښايي دا لړۍ نوره هم پراخه شي.

باید و ویل شي، چې افغان پولې ته څېرمه تر دې وړاندې هم نېږدې لس زره روسي او تاجک سرتېري ځای پر ځای کړل شوي دي.

دغه هېوادونو وړاندې ویلي و، چې افغانستان کې د داعش شتون دوی ته ګواښ دی او د مخنیويله پاره یې ورته پوځي تمرینات تر سره کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106444

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106444/

جمهور
  https://www.jomhornews.com