۰

ولسمشر غني وايي تر ټاکنو وړاندې باید سولې ته ورسېږو

چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې په تړاو یې تګلاره ثابته ده او له طالبانو غواړي، چې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې د سولې وړاندیز ومني او سوله وکړي.
ولسمشر غني وايي تر ټاکنو وړاندې باید سولې ته ورسېږو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې په تړاو یې تګلاره ثابته ده او له طالبانو غواړي، چې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې د سولې وړاندیز ومني او سوله وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن چهارشنبې د چنګاښ ۲۷ مه کابل کې د څارنې او انسجام د ګډ بورډ په غونډه کې وکړې.

ولسمشر و ویل، چې په افغانستان کې د سولې لپاره هیلې ډېرې شوې دي او حکومت د سولې په راوستو کې جدي دی او منظمې طرحې لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغان حکومت د سولې دغه طرحې او تګلارې وخت په وخت نه بدلېږي بلکې ثباتې دي او تمه ده چې یوې پایلې ته ورسېږي.

ښاغلي غني و ویل، چې د سولې له پاره ملي اجماع او نړیوال اجماع رامنځ ته شوې د او د سیمه ییزه اجماع له پاره هم ګړندۍ کار روان دی، چې چارې یې ۷۰ سلنه مخکې تللې دي.

د ښاغلي غني په وینا په دې برخه کې له پاکستان سره د کاغذ پر مخ کار شوی، خو لا هم باید له دې هېواد سره نور کار وشي تر څو منطقوي اجماع هم رامنځ ته او د سولې خبرې پیل شي.

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې تر پرون د افغان ولس فکر پر دې جوړ و چې نور د دوی ته سوله راولي، خو اوس خپله افغانان سوله غواړي او د سولې د راوستو له پاره یې مټې بډ وهلې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې د سولې له پاره هیلې او فرصتونه ډېرشوي، نو ځکه له طالبانو هم غواړي، چې له ټاکنو مخکې سوله وکړي.

ولسمشر و ویل«ټولو افغانانو ته د طالبانو په شمول د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات یو ښه فرصت دی. نورو ممالکو کې چې د سولې خبرې کیږي، هغوی اول قوانین او قواعد بدلوي چې مخالفینو ته د دې زمینه برابره شي چې انتخاباتو کې ګډون وکړي، خو زموږ قانوني شرایطو کې داسې یوه ستونزه نشته. د دې پرځای چې تر انتخاباتو وروسته سوله وکړو ولې یې همدا اوس «سوله» ونه کړو.»

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د سولې پروسې په لړ کې به ټولې هڅې دوامداره وي او په دې برخه کې نړیوال د افغانستان همکاران دي.

بل خوا ولسمشر په خپلو خبرو کې و ویل، چې د ټاکنو پر وخت ترسره  کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د واک انحصار له منځه وړي او ولسواکۍ ته ارزښت ورکوي.

نوموړي و ویل، چې اوس افغان ولس شعوري بیداري پیدا کړې او ټاکنې د ولس غوښتنه ده، نو ځکه له سیاسي قشر څخه هم غواړي، چې د ولس دغه غوښتنې ته درناوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي