۰
سیاسي ګوندونو ته د ټاکنو کمېسیون ځواب:

زموږ پروسه سمه روانه ده، که د درغلۍ اسناد لرۍ وړاندې یې کړۍ

چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۴
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ځینو سیاسي ګوندونو هغه په ځانګړې ډول د اسلامي حزب د مشر هغه څرګندونې رد کړې، چې ګڼې د ټاکنو له پاره څه باندې درې نیم میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې ده.
زموږ پروسه سمه روانه ده، که د درغلۍ اسناد لرۍ وړاندې یې کړۍ
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ځینو سیاسي ګوندونو هغه په ځانګړې ډول د اسلامي حزب د مشر هغه څرګندونې رد کړې، چې ګڼې د ټاکنو له پاره څه باندې درې نیم میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي نن چهارشنبې د چنګاښ ۲۷ مه کابل کې یوې خبري غونډې ته و ویل، چې د ټاکنو پروسه سمه پر مخ روانه ده او څه باندې ۹ میلیونه وګړو د رایې ورکولو له پاره نوم لیکنه کړې ده.

نوموړي د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار او ځینو نورو ګوندونو دغه څرګندونې، چې ګنې د ټاکنو له پاره دومره کسانو نوم لیکنه ده کړې او درغلي په کې شوې غیر عادلانه وبللې او ویې ویل، که په دې اړه څوک کومه پوښتنه لري او دغه بهیر جعلي بولي نو خپل اسناد دې وړاندې کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند ومنله، چې د نوم لیکنې بهیر به ځینې نیمګړتیاوې لري، خو په وینا یې د ټاکنو کمېسیون پر پېژندپاڼو د لګول شویو سټېکرونو په اړه ځواب ویوونکی دی.

باید و ویل شي، چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار پرون کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د کمېسیون او حکومت دغه څرګندونې چې ګواکي څه باندې ۹ ملیونه وګړو د رایې ورکولو له پاره نوم لیکنه کړې دروغ او جعلي کاري وبلله.

تر هغې وړاندې بیا د حکمتیار د حزب په ګډون یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو په یوه ګډه غونده کې د ټاکنو روانه پروسه له جعل او تذویر څخه ډک بللې او د نوم لیکنې د بهیر د باطل اعلانولو او په بایومتریک شکل د سره د هغه د پیل غوښتنه کړې وه.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د سیاسي حزبونو دغه غوښتنه، چې نوم لیکنه دې په بایومتریک شکل له سره پیل شي، تر وخت تېره بولي ځکه په وینا یې په دومره کمه موده کې دغه چاره تر سره کېدل ستونزمن څه چې ناممکن کار دی.

د مشرانو جرګې هم د سیاسي ګوندونو دغه طرحه او غوښتنه تر وخت تېره بللې او ویلي دي، چې ګوندونه دې له حکومت او کمېسیون سره په تفاهم دغه ستونزې حل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي