بدخشان کې د یوه ولسوال په ګډون ۳۶ طالبان وژل شوي

27 سرطان 1397 ساعت 16:37

شمال کې د افغان ځانګړو ځواکونو چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د یوه نومول شوي ولسوال په ګډون ۶۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


شمال کې د افغان ځانګړو ځواکونو چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د یوه نومول شوي ولسوال په ګډون ۶۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو ویاند احمد جاوید سلیم ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړې، په دغه ولسوالۍ کې طالبانو د سرحدي ځواکونو پر پوستو ډلیز بریدونه وکړ، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت او ورته برید سره مخ شول.

د ځانګړو ځواکونو ویاند وايي، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۶ ټپیان او دوه تنه هم نیول شوي دي.

د هغه په خبره په وژل شویو کسانو کې د بدخشان د یمګان ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال قاري مطیع الله، د هغوی یو مشهور قوماندان بابه جان او دغه راز پنځه بهرني جنګیالي هم شامل دي.

که څه هم د ځانګړو ځواکونو ویاند د طالبانو د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکړ، خو د خپل لوري او ولسي وګړو د زیان په اړه یې هېڅ ونه ویل.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 106460

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106460/

جمهور
  https://www.jomhornews.com