داعشیانو کونړ کې د ماین پاکۍ ۱۲ کارکوونکي تښتولي

28 سرطان 1397 ساعت 9:16

سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو کونړ ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې ۱۲ تنه کارکوونکي برمته او تښتولي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو کونړ ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې ۱۲ تنه کارکوونکي برمته او تښتولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۷ مه د کونړ ولایت  د پېچ درې په اړونده سیمه کې شوې ده.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، ۱۲ تنه ماین پاکان سهار مهال د پېچ درې غونډې سر سیمه کې د داعش له خوا تښتول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه سیمه د دولت له ولکې وتلې سیمه او تلېفوني شبکې هم په کې کار نه کوي.

مصمم زیاتوي، چې د برمته شویو ماین پاکونو د خلاصون له پاره د قومي مشرانو له خوا هڅې پیل شوې دي.

تر اوسه داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 


د مطلب کود: 106471

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106471/

جمهور
  https://www.jomhornews.com