قندوز کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي دي

28 سرطان 1397 ساعت 10:48

امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو قندوز ولایت کې پر ځینو امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي، چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او پر شاه تمبول شوي دي.


امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو قندوز ولایت کې پر ځینو امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي، چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او پر شاه تمبول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د قندوز امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالبانو پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۷ مه د امام صاحب ولسوالۍ د قرغز، کنجک او کمبض په کلیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو دغه بریدونه د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي او پر شاه تمبول شوي دي.

خبرپاڼه وایي، په جګړه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې، ۱۷ تنه یې وژل شوي او ګن شمېر نور یې ټپیان شوي دي.

د قندوز امنیه قومانداني زیاتوي، په جګړه او د طالبانو په برید کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:قندوز
 
 


د مطلب کود: 106476

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106476/

جمهور
  https://www.jomhornews.com