۰

پاکستان د دریو ورځو له پاره د افغانستان سره لارې بندوي

پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۵
پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې په هېواد کې د ټاکنو له پاره به د دریو ورځو له پاره د افغانستان سره خپلې دروزې د تګ راتګ په مخه وتړلي.
پاکستان د دریو ورځو له پاره د افغانستان سره لارې بندوي
پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې په هېواد کې د ټاکنو له پاره به د دریو ورځو له پاره د افغانستان سره خپلې دروزې د تګ راتګ په مخه وتړلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني چارواکي وايي، دغه اقدام د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په موخه کوي.

دوی ویلي د روانې میلادي جولای میاشتې پر ۲۵، ۲۶ او ۲۷ ورځ دغه لارې بندې وي او هېچا ته هم د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

ها خوا بیا د بلوچستان ایالت چارواکو هم په دې ایالت کې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په خاطر د ګامونو اچتولو اعلان کړی دی.

پاکستان دغه اقدام پر داسې مهال اخلي، چې په تېرو څو ورځو کې په خیبرپښتونخوا او بلوجستان کې پر ځینو ټاکنیزو غوندو خونړي ځانمرګي بریدونه وشول، چې په کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي