قزاقي رسنۍ د خپل هېواد د چارواکو له قوله وايي، له قزاقستانه د رېل په پنځوسو ډبو کې ۳۳۰۰ ټنه اوړه د افغانستان لور ته بار شول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اوړه له نوې لارې چې څه باندې درې نیم زره کیلومتره اوږده ده له ترکمنستانه تېرېږي او افغانستان ته رسېږي را لېږدول کېږي.
قزاقي رسنۍ د خپلو چارواکو له خولې لیکي، چې نوې لار تر پخوانۍ نژدې دوه نیم برابره لنډه ده.
افغانستان به پخوا ډیر غنم او اوړه له پاکستانه واردول خو اوس یې د غنمو او اوړو په برخه کې ډیره تکیه پر قزاقستان ده.
باید و ویل شي، چې قزاقستان د افغانستان ترڅنګ، ایران، تاجکستان او ازبکستان ته هم غنم صادروي.
جمهورخبري آژانس:کابل