عرب نیوز:

دیني عالمانو افغان جګړه ناروا بللې، نو طالبان باید سوله وکړي

28 سرطان 1397 ساعت 12:44

عرب نیوز په یوه مطلب کې ویلي د نړۍ اسلامي علماوو افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې، نو طالبانو ته پکار ده، چې جګړه پرېږدي او سوله وکړي.


عرب نیوز په یوه مطلب کې ویلي د نړۍ اسلامي علماوو افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې، نو طالبانو ته پکار ده، چې جګړه پرېږدي او سوله وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عرب نیوز په دغه مطلب کې زیاته کړې، چې طالبان دې د اسلامي هېوادونو کنفرانس ته په درناوي سوله وکړي.

د عرب نیوز په خبره افغان او د نړۍ دیني عالمانو د جدې او مکې مکرمې په کنفرانسو کې دا ثابته کړه، چې افغان جګړه هېڅ ډول مذهبي او دیني رنګ نه لري، بلکې د ګټو جګړه ده، چې قرباني یې یوازې افغانان دي.

عرب نیوز لیکلي طالبانو باید د مکې مکرمې دیني عظمت ته په کتو د سولې لپاره مذاکرات پيل کړي وای، خو له بده مرغه کنفرانس لا خلاص نه و، چې طالبانو دغه غونډه او ددوی پرېکړه رد کړه.

په دې مطلب کې راغلي افغانان له څلوېښت کلنې جګړې ستړی شوي او د طالبانو له پاره دا ښه فرصت دی، چې د افغانستان په ګټه لار وټاکي او د سولې له لارې افغانستان له روانو ناخوالو او جګړو خلاص کړي.

باید و ویل شي، چې یوه اوونۍ وړاندې د سعودي عربستان په مکه مکرمه او جده کې د ۳۷ اسلامي هېوادونو تر سلو زیاتو مشهورو او وتلو دیني عالمانو د کنفرانسونو پر مهال افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې له دې جګړې لاس په سر او د افغان حکومت سره سوله وکړي.

د مکې مکرمې او د مدینې منورې امامانو هم په خپلو خبرو او دغه راز په خطبو کې افغان جګړه فتنه او ناروا وبلله او له طالبانو یې وغوښتل، چې نور سوله وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106483

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com