یوه لوړ پوړي تاجکستاني دیپلومات ویلي تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د کاسا زر پروژې له لارې د تاجکستان او قزغزستان برېښنا پاکستان او افغانستان ته ورسېږي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه ديپلومات زیاته کړې، چې کاسا زر پروژه د تاجکستان او قرغزستان برېښنا د افغانستان په ګډون پر پاکستان هم ویشي او د دغه پروژې چارې په بریالۍ توګه پر مخ روانې دي.
د سرچینې په وینا د دې پروژې کار په راتلونکو دوو کلونو کې په بشپړه توګه تکمېلېږي او ګټه اخیستنې ته سپارل وسپارل شي.
تاجک ديپلومات زیاته کړې، طالبانو ژمنه کړې چې د دغه پروژې په چارو کې به خنډ نه جوړوي او همدا راز افغان حکومت د دغه پروژې امنیت ته ژمن دی.
باید و ویل شي، چې د دغه پروژې مالي ملاتړي امریکا او نړیوال بانک دی.
جمهورخبري آژانس:کابل