سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې د نجونو یو بل ښوونځي ته اور ورته کړی او لږ سوځېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره (د پنشنبې شپه د چنګاښ ۲۸ مه) د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ناپېژانده وسله والو په یاده ولسوالۍ کې د چمتلې په نوم د نجونو لېستې ته اور اچولی وو.
نوموړي زیاته کړه، چې امنیتي مسؤولین په وته د پېښې ځای ته ورسېدلي او د ډېر زیان اوښتو مخه یې نیولي ده.
د خوږیاڼو ولسوال هم د دغه خبر د پخلي تر څنګ وايي، د لېسې دوه خېمې، چې په کې پنځه فرشونه و سوځېدلي دي او نور زیان نه دی اوښتی.
د هغه په وینا د پېښې سره د تړاو په تور د یادې لېسې ساتونکي نیول شوي او دا مهال ترې پوښتنې روانې دي.
باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د ښوونځیو د سوځولو پېښې زیاتې شوې دي.
یوازې په تېره اوونۍ کې دوه ښوونځي په لوګر او دا دریم ښوونځی دی، چې په ننګرهار ولایت کې سوځول کېږي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار