۰

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون پخوانی رییس د فساد په تور ونیول شو

پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۰
د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون پخوانی رییس صادق صادقي د بایسکل پلورنې په تور د کورنیو چارو وزارت له خوا نیول شوی دی.
د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون پخوانی رییس د فساد په تور ونیول شو
د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون پخوانی رییس صادق صادقي د بایسکل پلورنې په تور د کورنیو چارو وزارت له خوا نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې صادقي د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست له خوا نیول شوی دی.

د دغه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بایسکل ځغلونې فدراسیون پخواني رییس د افغان ورزش کوونکو د زرګونو افغانیو د اختلاس او غبن په تور نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي صادقي هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې له ورزش کوونکو سره مرسته شوي د ۲۰۰۰ ډالرو په ارزښت بایسکل په ۱۰۰۰ ډالره وپلوري.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دا هر څه د یو ماموریت پر مهال تر سره شوي او د نوموړي له کور څخه ۲۰ بایسکلونه او دغه راز ۱۰۰۰ په نښه شوي اوپراتیفي ډالر څخه تر لاسه شوي دي.

سرچینه وايي نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او دوسیه یې تر څېړنې لاندې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي