۰
د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی:

افغان سیاسي ګوندونه باید د ټاکنو په تړاو د خلکو ګډون او غوښتنې ته درناوی وکړي

پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۸
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، د افغانستان سیاسي ګوندونه باید د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او غوښتنې ته درناوی وکړي.
افغان سیاسي ګوندونه باید د ټاکنو په تړاو د خلکو ګډون او غوښتنې ته درناوی وکړي
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، د افغانستان سیاسي ګوندونه باید د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او غوښتنې ته درناوی وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تادمیچي یاماموتو چې نن پنشبې د چنګاښ ۲۸ مه یې کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې په افغانستان کې د شفافو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه یې وکړه.

هغه د ټاکنو له پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د شمېر په اړه، چې د سیاسي ګوندونو، حکومت او ټاکنو د خپلواک کمېسیون تر منځ یې لانجه زېږولې و ویل، چې د ټاکنو له پاره د ۹ میلیونه څخه زیاتو وګړو نوم لیکنه په ټاکنو کې د ولس د پراخ ګډون نښه ده.

یاماموتو وايي، د افغانستان ولایتونو ته یې د خپلو سفرونو پر مهال په خپلو سترګو لیدلي، چې خلک د نوم لیکنې له پاره په اوږو لیکو کې ولاړ او په ټاکنو کې ګډون ته لېواله وو.

نوموړي و ویل«که څه هم د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې په برخه کې اتهمات او شکونه شته مطرح شوي خو باید په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون ته درناوی وشي.»

هغه دا ځل ټاکنې لومړنۍ پروسه یاده کړه، چې په وینا یې د افغانانو تر مدیریت لاندې تر سره کېږي او د شفافیت له پاره یې جدي هڅې روانې دي، تر څو د رایه ورکوونکو یو د باور وړ لېست چمتو او له درغلۍ او تقلب څخه مخنیوی وشي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د رایه ورکوونکو د لېست برابرولو او دغه راز د رایې ورکولو د ځای انحصار هغه اقدامات یاد کړ، چې په خبره یې وبه شي کولای تر ډېره د درغلۍ مخه ونیسي.

باید و ویل شي د ټاکنو خپلواک کمېسیون او دغه راز افغان حکومت څو ورځې وړاندې و ویل، چې د ټاکنو له پاره تر ۹ میلیونه زیاتو رایه ورکوونکو نوم لیکنه کړې ده.

خو د یو شمېر سیاسي ګوندونو په ځانګړې توګه د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا دغه شمېر دروغ او بې بنسټه وبلل شوه او ویې ویل، چې د ټاکنو له پاره یوازې څه باندې درې نیم میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د حکمتیار تر دغه څرګندونو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغه څرګندونو ته په ځواب کې و ویل، چې د ټاکنو له پاره تر ۹ میلیونه زیاتو وګړو نوم لیکنه کړې، د دوی پروسه ښه پر مخ روانه ده او که څوک په دې اړه د درغلۍ اسناد لري وړاندې یې دې کړي.

 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي