۰
ان بي سي:

طالبان له امریکا سره په غیرمستقیم خبرو بوخت دي

شنبی ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۷
امریکا غږ د امریکا ان بي سي تلوېزوني شبکې له قوله خبر ورکړی، چې د طالبانو استازي د امریکايي چارواکو سره په غیر مستقیم خبرو بوخت دي.
طالبان له امریکا سره په غیرمستقیم خبرو بوخت دي
امریکا غږ د امریکا ان بي سي تلوېزوني شبکې له قوله خبر ورکړی، چې د طالبانو استازي د امریکايي چارواکو سره په غیر مستقیم خبرو بوخت دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې شبکې دغه خبر د هغه طالب استازي له قوله ورکړی، چې په وینا یې د امریکا سره په غیرمستقیم خبرو کې یې برخه اخیستې ده.

د طالبانو دغه استازي ان بي سي ته ویلي، چې دوی څو ځلې په افغانستان، قطر او محتده عربي امارتو کې له امریکايي چارواکو سره ناستې درلودې، چې خبرې ډېر دوستانه وې.

دغه سرچینې ویلي«موږ
دغه سرچینې ویلي هغه طالبان چې په ملاقاتو کې ګډون کوي له خپل امنیت څخه په اندېښنه کې وي او داسې تدابیر یې نیولي تر څو د روسیې، چین او عربي هېوادونو استخباراتي ادارې ونه شي کولای هغوی وپېژني.
څو ځلې له امریکايي چارواکو سره د قطر پلازمېنې دوحې په یوه هوټل کې ملاقاتونه کړي دي، په دې ملاقاتونو کې د امریکايي چارواکو شمېر له پنځو تنو زیات نه وو، خبرې په ډېره دوستانه فضا کې تر سره شوې.»

د امریکايي چارواکو سره د ملاقاتي طالب استازو له ډلې یوه تن ان بي سي ته ویلي، چې د دوی او امریکايي چارواکو د ملاقات په ځای کې امنیتي تدابیر دومره جدي و، چې ان د هوټل کارکوونکو ته دا اجازه نه وه هغه ځای ته داخل شي، چې ملاقات په کې تر سره کېږده.

دغه سرچینې ویلي هغه طالبان چې په ملاقاتو کې ګډون کوي له خپل امنیت څخه په اندېښنه کې وي او داسې تدابیر یې نیولي تر څو د روسیې، چین او عربي هېوادونو استخباراتي ادارې ونه شي کولای هغوی وپېژني.

دې طالب استازي ویلي«موږ ټول په یوه ځای هوټل ته نه ځو، او موږ هېڅ وخت اول د ملاقات ځای ته نه رسېږو، موږ انتظار کو، تر څو هغوی «امریکایان» لومړی د ملاقات ځای ته ورسېږي، وروسته موږ یو یو د ملاقات ځای ته
دې طالب استازي ویلي«موږ ټول په یوه ځای هوټل ته نه ځو، او موږ هېڅ وخت اول د ملاقات ځای ته نه رسېږو، موږ انتظار کو، تر څو هغوی «امریکایان» لومړی د ملاقات ځای ته ورسېږي، وروسته موږ یو یو د ملاقات ځای ته ځان روسو، د هوټل تر ځینو پوړونو پورې له لفټ څخه ګټه اخلو او وروسته د امنیتي دلایلو له مخې د زینو له لارې ځان د ملاقات ځای ته رسو.»
ځان روسو، د هوټل تر ځینو پوړونو پورې له لفټ څخه ګټه اخلو او وروسته د امنیتي دلایلو له مخې د زینو له لارې ځان د ملاقات ځای ته رسو.»

نوموړي ویلي هوټل ځکه د دوی د ملاقات ځای ټاکل شوی، چې د طالبانو استازو او امریکايي چارواکو په لومړیو کې یو پر بل باور نه درلود.

ان پي سي ویلي هغه طالب استازي چې په دې ملاقاتونو کې یې برخه اخیستې وه، دا غوښتنه کړې، چې د دوی نومونه به نه ډاګیزه کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي چارواکو او طالب استازو د خبرو پخلی نه دی کړی خو زیاته کړې یې ده، چې د ټرمپ اداره په افغانستان کې د روان بحران د پای ته رسېدو غوښتونکې ده.

دا راپورونه پر داسې مهال خپرېږي، چې څو ورځې وړاندې ویل کېدل امریکا خپلو لوړ پوړو دیپلوماتانو ته امر کړی، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

طالبانو هم د امریکا د دغه اقدام هر کلی وکړ او ویې ویل، چې دوی له امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتو دي، ځکه په وینا یې افغان حکومت خپلواکه نه دی.

که هم وروسته امریکا او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن دا خبرې رد کړې، چې ګڼې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتو ده، خو له دې راپورونو داسې ښکاري، چې د پردې تر شاه څه روان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي