۰
جنرال ووټل:

د افغانستان د سولې کلي په پاکستان کې ده، دغه هېواد باید خپلې ژمنې عملي کړي

شنبی ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۵
په منځنۍ اسیا کې د امریکا لوړپوړی پوځي قوماندان جنرال جوزیف ووټل وايي، د افغانستان د سولې کلي په پاکستان کې ده او دغه هېواد باید د ترهګرۍ ضد مبارزې او افغان سولې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
د افغانستان د سولې کلي په پاکستان کې ده، دغه هېواد باید خپلې ژمنې عملي کړي
په منځنۍ اسیا کې د امریکا لوړپوړی پوځي قوماندان جنرال جوزیف ووټل وايي، د افغانستان د سولې کلي په پاکستان کې ده او دغه هېواد باید د ترهګرۍ ضد مبارزې او افغان سولې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې امریکا لا هم د پاکستان سره مرسته کوي، نو دې هېواد ته هم په کار ده، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې د ختمولو له پاره عملي اقدامات وکړي.

جنرال و وټل ویلي دوی غواړي له پاکستان سره په ګډه د ترهګرۍ د ختمولو لپاره کار ته دوام ورکړي، ځکه په وینا یې اوس د دې وخت دی، چې باید پر مخ لاړ شي.

و وټل پنټاګون ته په خبرو کې دغه راز ویلي، دوی د افغانستان او پاکستان تر منځ هم وروستي تعلقات او هڅې له نېژدې څارې او په باور یې د دواړو هېوادونو په اړیکو او هڅو کې مثبت تغیرات لیدل کېږي.

و وټل زیاته کړې، چې د اسیا لپاره وروستۍ ستراتېژي مثبته ده او ښايي بیا ازونې ته وړاندې شي، خو کوم ځانګړي بدلونونه به په کې رانشي.

بل خوا نوموړي ویلي، چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي او افغان او امریکايي ځواکونه په ګډه هڅه کوي څو ترهګرې ډلې ماتې کړي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د سولې خبرې پایلې ورکړي او روانه جګړه نوره په افغانستان کې پای ته ورسول شي.

د هغه په وینا افغان ځواکونه بیاوړي، شوي، چې امریکا به یې ملاتړ ته نور هم دوام ورکړي، خو په خبره یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ماتول او د جګړې ختمول وخت ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي