حنیف اتمر کابل کې د انګلستان سفیر سره پر سوله خبرې کړې دي

30 سرطان 1397 ساعت 9:45

د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف تمر او کابل کې د برېتانیا سفیر نیکولاس کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړې دي.


د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف تمر او کابل کې د برېتانیا سفیر نیکولاس کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت شورا پر خپله فسبوک پانه لیکلي، چې په کابل کې د انګلیستان سفیر نیکولاس کې د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره د نوموړي په کاري دفتر کې لیدلي دي.

د امنیت شورا د فیسبوک پاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر پر راتلونکو برنامو او پروګرامونو خبرې کړې دي.

ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې د سولې له بهیر څخه د انګلیستان د حکومت او خلکو له ملاتړه د مننې تر څنګ ویلي انګلیستان د افغانستان ستراتېژیک ملګری او د افغان ځواکونو د روزنې په چارو کې د انګلیستان همکاري او تعهد مهم دی.

په ورته وخت کابل کې د انګلستان سفیر نیکولاس کې ویلي د افغان حکومت له لوري د سولې وړاندیز مهم ګام دی او هېواد یې د افغان حکومت د سولې د دغه غږ نه ملاتړ کوي.

نوموړي دغه راز د افغان حکومت له لوري د اوربند اعلان هیله بخښوونکی و باله او په راتلونکي کې یې د دوه اړخیزو هوکړو په خاص ډول له اوربند څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د سرچینې په وینا په دې لیدنه کې پر یو لړ نورو د علاقې وړ موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106514

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106514/

جمهور
  https://www.jomhornews.com