۰

هراتي غله په ننګرهار کې پولیسو نیولي دي

شنبی ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۰
سیمه ییز چارواکي وايي، هرات کې د وسله والو غلو او سړي تښتونکو یوه ډله په ننګرهار ولایت کې د پولیسو له خوا نیول شوې ده.
هراتي غله په ننګرهار کې پولیسو نیولي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، هرات کې د وسله والو غلو او سړي تښتونکو یوه ډله په ننګرهار ولایت کې د پولیسو له خوا نیول شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې د هرات د والي ویاند عبدالحدولي زاده وايي، دغه غلو او سړي تښتونکو په هرات ولایت کې فعالیت درلود، خو په ننګرهار کې د ننګرهار پولیسو په مرسته ونیول شول.

نوموړي و ویل، چې د غلو او سړي تښتونکو نیول شوې ډلې څه موده وړاندې په هرات ښار کې له یوې سړي موټر تښتولی او هغه یې ټپي کړی وو.

ولي زاده زیاتوي، چې دغه ډلې تښتول شوی موټء ننګرهار ولایت ته لېږدولی او غوښتل یې د موټرو پلور ځای یا شورم کې یې وپلوري.

خو د هرات پولیسو د ننګرهار له پولیسو سره په اړیکه کې شول او د غلو د ډلې له پاره یې پلټنې پیل کړې، چې په ترڅ کې یې اده ډله ونیول شوه.

نوموړي دا ونه ویل، چې دا څو کسیزه غله او سړي تښتونکې ډله وه، خو زیاته یې کړه، چې دوی په هرات په ځانګړې توګه اسلام قلعې په بندر کې نقلیه وسایط غلا کول او وروسته یې هلمند، کندهار، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو ته لېږدول.

د هرات د والي ویاند وايي، څېړنې ښيي، چې په نیول شویو کسانو یو کس هغه دی، چې د سړي تښتونکو د یوې ډلې غړیتوب هم لري.

دا لومړی ځل دی، چې د هراتي غلو او سړي تښتونکو یوه ډله په ننګرهار ولایت کې نیول کېږي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي