۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

له ټاکنو پرته بله لار نه لرو ولس د په دې برخه کې همکاري راسره وکړي

شنبی ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۸
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په افغانستان کې د ستونزو د هواري له پاره تر ټاکنو پرته بله لار نشته او ولس باید په دې برخه کې له کمېسیون سره همکاري وکړي تر څو رڼې ټاکنې ولرو.
له ټاکنو پرته بله لار نه لرو ولس د په دې برخه کې همکاري راسره وکړي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په افغانستان کې د ستونزو د هواري له پاره تر ټاکنو پرته بله لار نشته او ولس باید په دې برخه کې له کمېسیون سره همکاري وکړي تر څو رڼې ټاکنې ولرو.

د جمهورخبري آژانس د خبر له دغه څرګندونې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالدیع صیاد نن شنبې د چنګاښ ۳۰ مه کابل کې د یاد کمېسیون د نوي دارالانشا د رییس د پېژندنې په مراسمو کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې توانېدلی، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې پروسه د هېواد په ټولو ولایتونو، ولسوالیو،
هغه و ویل«زه پر ولس غږ کوم، چې له ټاکنو پرته بله لار نه لرو، موږ انقلابونه، کودتاګانې، جنګ جګړې او ډېر نور څه تجربه کړل، خو له ورانۍ او وژنو پرته یې نوره ثمره نه درلوده، د اوسنیو ستونزو د حل یوازنۍ لار همدا ټاکنې دي، ټول هېوادوال دې په کې برخه واخلي او نظارت دې وکړي تر څو داسې ټاکنې ولرو چې هم خپله ولس او هم نړیوالې ټولنې ته د منلو او شفافې وي، داسې ټاکنې چې د ملت ریښتینې استازي د ولسوالیو شوراګانو او پارلماني چوکیو ته لار پیدا کړي، داسې کسان چې ملي ګټو ته ژمن وي، نه هغه کسان چې سیاسي، شخصي او ګوندي ګټو ته ژمن وي.»
کلیو او بانډو کې په ښه توګه تر سره او بشپړه شوې ده.

هغه په خپلو خبرو کې د دارالانشا نوي رییس ته د ښه راغلاست تر څنګ و ویل، تمه لري، چې خپلې چارې له قانون او اصولو سره سمې او په چټکه توګه پر مخ یوسي.

نوموړي و ویل، چې د ټاکنو کمېسیون خپلواک ته هېڅ ډول قومي، سمتي، سیاسي او ګوندیزه تعصوبونو د منلو نه دي او نه هم چا ته د دغه ډول کړنو اجازه ورکوي، نو د درالانشا له نوي رییس څخه یې هم جدي غوښتنه او هیله همدا ده، چې اصول مراعت کړي.

صیاد زیاته کړه، چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده او کمېسیون هم په خپل ټول توان سره د دغه ټاکنو شفاف تر سره کېدو ته پوره ژمن دی او هېچا ته به د مداخلې اجازه ورنکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس د شفافه او له درغلۍ پرته ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې له نړیوالې ټولنې او ځانګړي توګه له افغان ولس څخه وغوښتل، چې مرسته او همکاري ورسره وکړي او له ټاکنو پوره نظارت وکړي.

هغه و ویل«زه پر ولس غږ کوم، چې له ټاکنو پرته بله لار نه لرو، موږ انقلابونه، کودتاګانې، جنګ جګړې او ډېر نور څه تجربه کړل، خو له ورانۍ او وژنو پرته یې نوره ثمره نه درلوده، د اوسنیو ستونزو د حل یوازنۍ لار همدا ټاکنې دي، ټول هېوادوال دې په کې برخه واخلي او نظارت دې وکړي تر څو داسې ټاکنې ولرو چې هم خپله ولس او هم نړیوالې ټولنې ته د منلو او شفافې وي، داسې ټاکنې چې د ملت ریښتینې استازي د ولسوالیو شوراګانو او پارلماني چوکیو ته لار پیدا کړي، داسې کسان چې ملي ګټو ته ژمن وي، نه هغه کسان چې سیاسي، شخصي او ګوندي ګټو ته ژمن وي.»

صیاد په ټینګار سره و ویل، چې کمېسیون شفافو ټاکنو ته ژمن او رایې د ولس امانت دی، چې په وینا یې کمېسیون به یې هم هغه چا ته دغه امانت سپاري، چې د ولس ریښتینی استازی، ملي ګټو ته ژمن او وړتیا یې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي