۰
د زابل ولایتي شورا رییس:

طالبانو روغتیايي مرکزونه تړلي، خو که د فعالیت اجاز ورنکړي پر وړاندې یې ولسي پاڅون کوو

شنبی ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۹
د زابل ولایتي شورا وایي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې ټول روغتیايي مرکزونه د خلکو پر مخ تړلي دي.
طالبانو روغتیايي مرکزونه تړلي، خو که د فعالیت اجاز ورنکړي پر وړاندې یې ولسي پاڅون کوو
د زابل ولایتي شورا وایي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې
هغه و ویل«پر موټر سایکلونو د ګرځېدو بندیز هم د ولس په غوښتنه شوی، ځکه طالبانو غلچکي بریدونه او ترورونه د همدې موټر سایکلونو په واسطه کول، په یواه میاشت کې زموږ ۲۲ تنه قومي مشران او دیني عالمان په همداسې پېښو کې وژل شوي، نو ځکه شپږ کاله وړاندې ولس او قومي مشران راټول او د زابل له ادارې یې وغوښتل، چې پر موټر سایلکونو بندیزونه ولګوي، دا د حکومت غوښتنه نه وه، دا د ولس او قومي مخورو غوښتنه وه، خو طالبانو اوس دا یوه بهانه نیولې او وایي حکومت دې د موټرسایلکل ګرځېدو اجازه ورکړي بیا موږ روغتیايي مرکزونو ته د فعالیت اجازه ورکو.»
ټول روغتیايي مرکزونه د خلکو پر مخ تړلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان وايي، په زابل کې ټولټال ۳۶ روغتیايي مرکزونه شتون لري، چې یوازې د مرکز کلات ښار روغتیايي مرکزونه فعال او نور ټول د طالبانو له خوا تړل شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا رییس له طلوع تلوېزیون سره په یوه مرکه کې و ویل: طالبانو نه یوازې روغتیايي مرکزونه تړلې، بلکې د ډېرو خیریه موسسو د کار مخنیوی یې هم کړی او دغه راز یې پوهنې ریاست ته هم ګواښ کړی، چې ښوونځي د زده کوونکو پر مخ وتړي.

نوموړي و ویل، طالبانو دغه کار د ولس د هغه اقدام په غبرګون کې کړی، چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې یې په دې ولایت کې پر موټر سایکل ګرځېدو بندیز لګولی دی.

حق بیان وايي، طالبانو قومي مشرانو ته ویلي، چې حکومت دې د موټر سایکل ګرځېدو ته اجازه ورکړي نو دوی به هم روغتیايي مرکزونه ته فعالیت ته اجازه ورکړي.

هغه و ویل«پر موټر سایکلونو د ګرځېدو بندیز هم د ولس په غوښتنه شوی، ځکه طالبانو غلچکي بریدونه او ترورونه د همدې موټر سایکلونو په واسطه کول، په یواه میاشت کې زموږ ۲۲ تنه قومي مشران او دیني عالمان په همداسې پېښو کې وژل شوي، نو ځکه شپږ کاله وړاندې ولس او قومي مشران راټول او د زابل له ادارې یې وغوښتل، چې پر موټر سایلکونو بندیزونه ولګوي، دا د حکومت
دی وايي، دا چې په زابل کې د طالبانو پر وړاندې عملیات ګړندي او بریالي دي او دوی ته زیات زیان په کې رسېدلی نو اوس یې د موټرسایکلونو موضوع یوه بهانه ګرځولې او روغتیايي مرکزونه یې تړلي دي او غواړي د دغه عملیاتو زور تر ولس وباسي.
غوښتنه نه وه، دا د ولس او قومي مخورو غوښتنه وه، خو طالبانو اوس دا یوه بهانه نیولې او وایي حکومت دې د موټرسایلکل ګرځېدو اجازه ورکړي بیا موږ روغتیايي مرکزونو ته د فعالیت اجازه ورکو.»

دی وايي، دا چې په زابل کې د طالبانو پر وړاندې عملیات ګړندي او بریالي دي او دوی ته زیات زیان په کې رسېدلی نو اوس یې د موټرسایکلونو موضوع یوه بهانه ګرځولې او روغتیايي مرکزونه یې تړلي دي او غواړي د دغه عملیاتو زور تر ولس وباسي.

خو په وینا یې اوس طالبان د ولس له غبرګون سره مخ دي او که چېرته روغتیايي مرکزونو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي، نو پر وړاندې
حق بیان زیاته کړه«قومي مشرانو د زابل له پاره د طالبانو د نومول شوي والي سره په دې اړه کتلي خو هغه ورته ویلي، چې دا خبره د ده تر وس پورته ده او تاسو د کویټې شورا ته ورشی او دغه ستونزو مو ورسره حل کړي له هغې پرته موږ اجازه نه لرو، چې روغتیايي مرکزونو ته د فعالیت اجازه ورکړو.»
به یې پاڅون وکړي.

د زابل د ولایتي شورا رییس زیاتوي، چې د قومي مخور او دیني عالمانو پر مټ د دغه ستونزې د حل له پاره هڅې پیل شوې خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

نوموړي و ویل، چې د همدې ستونزې د حل په موخه د زابل ولایتي چارواکو، قومي مخور او دیني عالمانو په شاجوی ولسوالۍ کې غونډه هم کړې، او له طالبانو یې غوښتي، چې روغتیايي مرکزونو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

حق بیان زیاته کړه«قومي مشرانو د زابل له پاره د طالبانو د نومول شوي والي سره په دې اړه کتلي خو هغه ورته ویلي، چې دا خبره د ده تر وس پورته ده او تاسو د کویټې شورا ته ورشی او دغه ستونزو مو ورسره حل کړي له هغې پرته موږ اجازه نه لرو، چې روغتیايي مرکزونو ته د فعالیت
د زابل د ولایتي شورا رییس وایي، د شاجوی په غونډه کې قومي مشرانو او دیني عالمانو له ولس سره پرېکړه وکړه، چې د کویټي شورا ته به ورځي او که چېرته دغه ستونزه حل نه شوه نو د طالبانو پر وړاندې به ولسي پاڅون کوي.
اجازه ورکړو.»

د زابل د ولایتي شورا رییس وایي، د شاجوی په غونډه کې قومي مشرانو او دیني عالمانو له ولس سره پرېکړه وکړه، چې د کویټي شورا ته به ورځي او که چېرته دغه ستونزه حل نه شوه نو د طالبانو پر وړاندې به ولسي پاڅون کوي.

دی وايي، ولس دا پرېکړه هم کړې، چې نور به طالبانو ته په خپلو سیمو کې د فعالیت اجازه او ان ډوډۍ هم لا نه ورکوي او پر وړاندې به یې پاڅون کوي.

خو طالبانو تر اوس په زابل کې د روغتیايي مرکزونو د تړلو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي